کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, Apr 20 2026 12:58 PM
کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د نجيب تلاش، کابل ولايت د ۲۰۲۶ کال د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې په پنځو عمري کټګوريو ( ۱۳, ۱۵, ۱۷, ۱۹ او ۲۰+ کلنو) کې ترسره شوې ، په پايله کې له هرې عمري کټګورۍ ۲-۲ ورزشکاران، چې ټول ۱۰ ورزشکاران کېږي د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ټولو بهرنیو، کورنیو ميلمنو او ورزشي مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورزشکارانو لاسته راوړنې په تيرو څو کلونو کې بې سارې وبللې او د ښه امنيت او د ورزش ادارې د ملاتړ په اساس ورزش مو د ولایتونو ترڅنګ په ولسواليو هم ډېره وده کړې ده.

دغه راز نوموړي په پای کې د تلاش خيريه بنسټ د مالي ملاتړ او د ملي سپورټ تلویزیون څخه د سياليو په خپراوي کې مننه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د روسيې، ترکيې او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان استازو، د نجيب تلاش خيريه بنسټ رهبرۍ، د بډمنټون ملي فدراسیون رهبرۍ، ورزشکارانو او نورو ورزشي مسؤلینو ګډون کړی وو، چې پينځه ورځې يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS