بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.
د يادو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ٢٥ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
