ننگرهار؛ ضياء کلب لوبډلې د امن جام ټېپ بال کرېکټ سياليو اتلولي وگټله
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سپين غر ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په چهل گزي جانباز لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د امن جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د ضياء کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د ضياء کلب او عصمت سټارز لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه عصمت سټارز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف کېښود، په ځواب کې ضياء کلب لوبډلې ياد هدف د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او اتلولي يې وگټله.
