پکتیکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې چورې لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې ناکام لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
