بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې خواجه روشنایي لوبډلې خپلې سیالې ام البلاد لوبډلې ته د ۱-۰ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ واليبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
