پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د بوندي قلعه او جاويد کلبونو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه بوندي قلعه کلب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۲ منډو هدف کېښود، په ځواب کې جاوید کلب لوبډلې ياد هدف په ۹م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۵ ویکټو په توپیر وگټله.
دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره کېږي او ۱۰ ورځې به دوام وکړي.
