ننگرهار؛ گوشتې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Mon, Jun 15 2026 9:06 AM
ننگرهار؛ گوشتې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په گوشتې ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د نويو استعدادونو موندلو په موخه د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ د صادق سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د صادق سټار او لعلو وطن دوست لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه لعلو وطن دوست لوبډلې وگټله او سیالې لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه، صادق سټار لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۸۶ منډو هدف کېښود، په ځواب کې لعلو وطن دوست لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۰۱ منډې وکړې او لوبه يې د ۸۵ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS