کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
Tue, Jun 23 2026 5:52 PM
کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې.

دغه سياليو به په څلورو عمري کټګوريو( نويو ځوانانو، ځوانانو، ماسټرانو او اوپن) کې ترسره شي چې په پايله کې به يې ۱۵ تنه د کابل ولايت د پاورليفټينګ منتخبې لوبډلې ته غوره شي او هم به ياد لوبغاړي د پاورليفټينګ ملي سياليو کې د ګډون حق ترلاسه کړي.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتیق الله خالد، د رهبرۍ غړو، د پاورليفټينګ ملي فدراسیون رئيس نور احمد سخي‌زاده، ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او يو شمير مينوالو ګډون کړی و، چې درې ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS