زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ځلاند لوبډلې د ٢ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې شاهین لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
