هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزښ آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٨ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پنجاودو اتحاد لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر خپلې سیالې سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
