پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د دوو ولایتونو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ درې اړخیزه سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ درې اړخیزه سیالۍ د پکتیا ابدالیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې،.
د یادو سیالیو پایلوبه کې پکتیا ابدالیانو لوبډلې له خپل ۲۰۶ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۸ منډو په توپیر یې خپلې سیالې پکتیکا اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
