د غزني مرکز کې د ۱۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ۱۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۳ تنه د غزني ولایت د قوت الرمي منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د غزني ولایت د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و.
