امپاپه به ریال ته لاړ شي؟

Afzal-af
امپاپه به ریال ته لاړ شي؟

د اسپانيا فوټبال پخوانی لوبغاړی فرناندو مورینټس په دې باور دی چې کیلیان امپاپه به په راتلونکي فصل کې د ریال ماډریډ لپاره لوبه وکړي.

د پاریس سینټ جرمن ځوان فرانسوي ستوري کیلیان امپاپه تړون پدې دوبي کې پای ته رسیږي او د اوږدې مودې راهیسې اوازې خپریږي چې لوبغاړی ریال ماډریډ ته لیږدول کیږي.

ریال ماډریډ په تیر دوبي کې هڅه وکړه چې فرانسوي ستوری سره تړون لاسلیک کړي، مګر د پاریس سنټ ګرمین مدیرانو مخالفت د دې لیږد مخه ونیوله، او اوس فرناندو مورینټس ادعا کوي چې لیږد به په راتلونکي دوبي کې حتمي شي.

فرناندو مورینټس وویل: "کیلیان ایمبابې به په راتلونکي فصل کې د ریال ماډریډ لپاره لوبه وکړي. ما څو ځله د ریال ماډریډ مدیرانو سره او فلورینټینو پرز سره خبرې کړ دي او زه ډاډه یم چې فلورینټینو پرز د کیلیان مپاپې سره مینه لري او باور لري چې هغه یو داسې لوبغاړی دی چې کولی شي په ریال ماډریډ کې د ډیرو کلونو لپاره لوبه وکړي.