بغلان؛ مرکز پلخمري کې د ولسواليو جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري کې د ولسواليو جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د برکه او ډنډې غوري ولسواليو ترمنځ مساوي پای ته ورسېده او يو - يو امتياز ورکړل شو.
