زابل؛ مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یاران لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې احمدي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
