تخار؛ مرکز تالقان کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ وشوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان کې له مرکز او ولسوالیو څخه د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې ۳۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
