کاپیسا؛ کوهبند ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد کوهبند لوبډلې خپلې سیالې طوفان لوبډلې ته په پنالټیو کې د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې ۲۵ ورځې یې دوام وکړ.
