بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برکه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې مرکز برکه لوبډلې خپلې سيالې منتخب فلول لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول، ځوانانو ته د يووالي روحیه ورکول، د غوره استعدادونو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.
