فاریاب؛ مرکز میمنه ښار کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې سیالۍ وشوې
د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اشي هارا کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز میمنه ښار کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې پنځلسم پړاو سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ په بېلا بېلو کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۴۵ تنه د اشي هارا کراټې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د اشي هارا کراټې ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ د یووالي روحیه پیداکول، د غوره استعدادونو موندل او راتلونکو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
