خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې تریزیو پاس لوبډلې له خپل ١٢٠ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٤١ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سپېرکۍ زلمیانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
