په افغانستان کې د کبړي فدراسیون مخینه

Afzal-af
په افغانستان کې د کبړي فدراسیون مخینه

کبړي په جنوبي آسیا کې یو په زړه پورې ورزش دی چې افغانستان ددې ورزش د مخکښو آسیايي (هندوستان- پاكستان- ايران- جاپان- بنگلادیش- مالیزيا- سريلانكا- كوریای جنوبي- تركمنستان- افغانستان- تايلند- نیپال- چين- مالديو- بوتان- قرغيزستان- قزاقستان- اندونیزيا) په منځ کې ځای لري.

کبړی یو ډله ایزه لوبه ده چې د افغانستان کبړي ملي فدراسیون د کبړي نړیوال او آسیایي فدارسیون قوانینو او مقرراتو مطابق په ۱۳۸۸ کال کې د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست سره ثبت او راجستر شوی.

د یاد فدراسیون په رأس کې فردين ضیایي شتون درلود چې بیا ۱۳۹۷ کال د فراسیونو د رئیسانو په ټاکنو کې د ډیر رایو په وړلو سره ددې دراسیون د رئیس په توګه وټاکل شو.

کبړي لوبه په ۲۰۰۵ م کال کې د استاد فردین ضیایي له لوري په هېواد کې پیل شوه، لومړنی روزنی او مخکښ یې هم استاد ضیایي وُ. د نوموړي د هڅو په پایله کې کبړي د هېواد له د المپیک ملي کمېټې او بدني او ورزش عمومي ریاست سره د خپلواک فدراسیون په توګه ثبت او کبړي نړیوال او آسیایي فدراسیونونو غړیتوب یې هم ترلاسه کړ.

کبړي فدراسیون په (لوگر ، خوست ، غور ، پکتیا، هرات ، پکتیکا ، میدان وردک ، نیمروز ، کندز ، ننگرهار ، کاپیسا او کابل) ولایتونو کې فعالې استازولۍ لري چې په مرکز او ولایتونو کې یې د لوبغاړو شمېر اقریبأ ۲۰۰۰ کسانو ته رسیږي. د ملي ټیم او په عصریه کې شاملو لوبغاړو شمېر یې ۳۰ تنه دی.

کبړي هېواد یو المپیکي او د لاس راونو درولودونکی ورزش بلل کیږي چې ددې فدراسیون د مسؤلینو او استادانو په هڅو یې تر اوسه تر ۱۵ پورې له هېواد څخه په بیرونیو سیالیو کې ګډون کړی او ښې لاس ته راوړنې یې درلودلې.