هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ځلانده ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ځلانده ستورو لوبډلې له خپل ۱۴۱ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۶ منډو په توپیر خپلې سیالې آزاد اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
