هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه پرانيستل شوه.
ياد ورزشي کلب پر يو وخت د شاوخوا ۵۰ تنو ورزشکارانو د تمرين ظرفيت لري، چې د پرانيستې پر مهال يې د هلمند ولايت د ورزش آمر حاجي محمد اسماعيل زاهد، د جمناسټیک فدراسيون مسؤلينو، قومي مشرانو، ورزشکارانو او د ورزش گڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو.
