د زور خانه یي ورزشونو افغان ورزشکار په قبیله یي نړۍوالو سیالیو کې څلورم مقام خپل کړ
د ۲۰۲۶ قبیله یي ۶م پړاو سیالیو زورخانه یي برخه کې افغان ورزشکار ضمیرالدین حفیظي په مثبت ۹۰ کې د هالنډ، کمیرون او نیپال سیالان مات کړل او د کوربه قرغیزستان او مغولستان سیالانو پر وړاندې ماته وخوړه او د څلورم مقام ګټونکی شو.
په زور خانه یي سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ یو هیئت یو ورزشکار ګډون لري.
دغه سیالۍ د قرغیزستان په کوربهتوب په بشکیک ښار کې د ۱۰۶ هېوادونو په ګډون د اګسټ پر ۳۱مه پیل شوي او د سپټمبر تر ۷مې به دوام وکړي.
