د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

org_admin
Tue, Sep 29 2026 1:16 PM
د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په توګه او د تدارکاتو پخوانی آمر لعل محمد سیار د زده کړو امریت د آمر په توګه وټاکل شول.

د یادو آمرینو د معرفي په غونډه کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، مالي او اداري عمومي رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي او نورو رهبري غړو ګډون کړی و.

مولوي احمدالله وثیق په ادارو کې بدلون یو مهم اصل وباله او زیاته یې کړه، چې دا پرېکړه یې د ورځنیو اداري چارو د پرمختګ او لا ښه والي په موخه کړی ده.

دغه راز ګومارل شویو آمرینو د ورزش ادارې د رهبري له باور مننه وکړه او زیاته یې کړه چې هڅه به کوي، چې ور سپارل شوي مسؤولیتونه به په منظمه او غوره توګه ترسره کوي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS