هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۳۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې استقلال لوبډلې د ۵ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې شاهین سټار لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
