کندز؛ علي آباد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لمر غالب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې لمر غالب لوبډلې د ۳ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې عرض بیګي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
