لغمان کې د لس ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د لسو ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې نهه تنه د لغمان ولایت د جمناستیک ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
