تخار؛ مرکز تالقان کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۳۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د غوره استعدادونو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
