ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د وطن مل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سياليو پايلوبه کې وطن مل لوبډلې له خپل ١٣٨ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ١٧ منډو په توپیر یې خپلې سیالې آزاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسذه شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.
