کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې له بغلان، سمنګان، بلخ او کندز څخه د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یدو سیالیو په پایله کې ۴۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
