پکتیکا؛ یوسف خيل ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکت سیالۍ پیل شوې، چې ۱۸ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې غوث کټوازي لوبډلې له خپل ۱۸۷ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۲۶ منډو په توپیر یې خپلې سیالې شکور لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
