د هېواد د سوک وهنې پنځه کسيزه لوبډله د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون په موخه استانبول ته ولاړه

org2_admin
Wed, Nov 25 2026 2:38 PM
د هېواد د سوک وهنې پنځه کسيزه لوبډله د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون په موخه استانبول ته ولاړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون درې ورزشکاران، يو روزونکی او د لوبډلې رئيس د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون په موخه استانبول ته ولاړل.

په دغو سياليو کې به د نړۍ له ۱۲۰ هېوادونو ورزشکاران ګډون وکړي، چې د روان ميلادي کال د نوامبر په ۲۶ نېټې پيل شي او د ډسمبر په پنځمه نېټه به پای ته ورسېږي.

يادې لوبډلې د خپل سفر وړاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثيق او د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ سره وليدل. په دغه ليدنه کې د ورزش ادارې رهبري تلونکو ورزشکارانو ته د بريا غوښتونکی و او هيله يې درلوده، چې په نړيوالو سياليو کې ښې لاسته راوړنې ولري او په پای کې يې دوې ته د خير دعا وکړه.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS