پکتيا؛ په مرکز ګردېز ښار کې د لومړي ځل لپاره د پاورلفټینګ سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پاورلفټینګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټینک دوستانه سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې د پکتيا او لوګر ولایتونو ورزشکارانو پکې ګډون کړی و او په پایله کې پکتیا لومړی او لوګر دویم مقام ترلاسه کړ.
