لوگر؛ چرخ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ خزاني جام سيالۍ پيل شوې
د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چرخ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ خزاني جام سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې عقابان چرخ لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه په مقابل کې اريانا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۶ منډې جوړې کړې او لوبه د عقابان چرخ لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
د يادو سياليو موخه په چرخ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي.
