ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شګې مجاهد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شګې مجاهد لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې شګې مرکزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
