هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې انصاري لوبډلې د ۳ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې استقلال لوبډلې ته ماتې وکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
