ميدان وردګ؛ مرکز ميدان ښار کې د ۲۰ ورزش کارانو ترمنځ د رسۍ کش کولو سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو د مديريت له لوري د ياد ولایت مرکز میدان ښار په ورزشي جمنازیوم کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کش کولو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د ملي او دوديزو لوبو د ودې په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.