غور؛ پسابند ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د قلندرخان لوبډلې خپلې سیالې استقلال کاکر لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د والیبال ورزش ته وده ورکول و.