ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ترينکوټ ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پنجاب کینګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د افغان سټار او پنجاب کینګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه افغان سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د ټولو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٨٤ منډو هدف وټاکه. پنجاب کینګ لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په شپږم اور کې د یوې ویکټې په زیان پوره کړ او د نهو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ