ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د ٢٩ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ترینکوټ ښار کې د ٢٩ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سمسور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د شهرنو او سمسور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شهرنو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٢ منډو هدف وټاکه. سمسور لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په لسمړاور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.