ارزگان کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې
د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ، چې په درې وزني کټگوریو کې ترسره شوې، په پايله کې احمد الله په ۶۰ کيلو گرام وزن کې، محمد شفيق په ۷۰ کيلو گرام وزن کې او شفيع الله په ۸۰ کيلو گرام وزن کې لومړي مقامونه خپل کړل.
