افغان لامبو وهونکي فهیم انوري د چين اسیايي لوبو کې خپلې دوې سیالۍ وګټلې
افغان لامبو وهونکي فهیم انوري د چین هیواد په کوربتوب د ۴۵ هیوادونو ترمنځ اسیایي لوبو د لامبو وهلو سیالیو په دوو سټایلونو فري سټیال کې تاجکستان او ټي اېل سي او برسټ سټروک سټیال کې قطر، پاکستان او مالدیف ته ماتې ورکړه.
نوموړي په فري سټایل کې د ۵۰ مترونو په اندازه د تاجکستان او ټي اېل سي ورزشکارانو ته ماتې ورکړه او په برسټ سټروک کې د ۱۰۰ مترو په اندازه کې يې د قطر، پاکستان او مالدیف هیوادونو ورزشکارانو ته ماتې ورکړه.
نوموړی به به خپلې دوې راتلونکې سیالۍ د روانې میاشتې په ۲۸ مې او ۲۹ مې نېټې ترسره کړي.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې د تکواندو په برخه کې افغان ورزشکارانو د تکواندو، ووشو او رګبي په برخه کې هم خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې وې.
