بادغیس؛ ابکمري ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ تيږې اچولو، لاس چپه کولو او رسې کشولو دوديزې سيالۍ ترسره شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ابکمري ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د ياد ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ تيږې اچولو، لاس چپه کولو او رسې کشولو دوديزې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو د لاس چپه کولو په برخه کې محمد ګل لومړی، کليم الله پيکان دويم او احمد درېيم مقام خپل کړ، د تیږې اچولو په برخه کې جليل احمد لومړی، سیف الدین دويم او شير احمد درېيم مقام خپل کړ او د رسۍ کولو په برخه کې محمد اصف لومړی او محمد حيدر بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه سيمه ييزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.