بادغیس؛ مرکز قلعه نو ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سبک سیالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۱۰
بادغیس؛ مرکز قلعه نو ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سبک سیالۍ وشوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني فایټ سبک دویم پړاو سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو، او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۴تنو د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډالیو ګټونکي شول.

د یادو سیالیو موخه رزمي لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۴۰
Background image

د کرېکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وګټله

د کرېکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د کرېکټ یو ورځنۍ نړۍ وال جام سیالیو خپله دویمه لوبه کې ویسټ انډیز ته د ۱۳۸منډو په توپیر ماته ورکړه.

دغې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هم له سویلي افریقا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه لومړۍ دوستانه لوبه وګټله

د فوټسال ملي لوبډلې ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ویتنام ته لومړۍ دوستانه سیالۍ کې د ۵ – ۳ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

دغه لوبډله به له ویتنام سره خپله دویمه دوستانه لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۱۲
Background image

کونړ کې ١۵۰ ورزشکارانو ته د فکري رغونې سمینار پای ته ورسېده

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کونړ ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو ۱۵۰ ورزشکارانو ته د فکري روزنې دوه ورځینی اصلاحي سمینار پای ته ورسېده.

. . .

BACK TO NEWS