بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د رفت او برګشت په ډول د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې، چې دوې میاشتې په دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې المصعب لوبډلې خپلې سیالې باختر لوبډلې ته د ۶/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د لویدیځ زون اتلانو لیګ سیالیو ته د غوره لوبډلې موندل دي.
