بامیانو کې د ۴۷ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو توان سبک سیالۍ وشوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد امریت په روح الله نیکپا ورزشي جمنازیوم کې د ۴۷ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو توان سبک سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د کابل او بامیانو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ په بېلا بېلو عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د بامیانو ولایت ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د رزمي لوبو توان سبک ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.