بغلان؛ دهنه غوري ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ وشوې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې ميراجان او کبير پهلوانانو خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول، د غوره چاپندازنو موندل، د چاپندازنو هڅول او د دهنه غوري ولسوالۍ اوسيدونکو او ورزشکارانو ترمنځ د يووالي روحيه پياوړي کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
