بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کندز، سمنګان او بغلان ولايتونو د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې ۴۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.