بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موی تای فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.
په دغو سیالیو کې ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې ۲۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځې يې دوام وکړ.